• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د افغانستان ختیځو دریو ولایتونو کي د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې سول

    17 حوت 1402
    د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت د ننګرهار او کنړ ولایتونو وروسته نن د لغمان ولایت په مستوفیت کي د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې کړ.
    په دغه سیمینار کي چې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر ښاغلي سید احمد هائد ، د دغه آمریت د عامه پوهاوي کار پوه ښاغلي عبادالله درمان، او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست د قانون لارښونې کارپوه ښاغلي ذبيح الله زاهد ترڅنګ د لغمان ولایت مستوفي ښاغلي الحاج مولوی غلام مصطفی مستسعد او د دغه ولایت د اصنافو، هوټلونو، رهنمايي معاملاتو او بېلا بېلو اتحادیو مسؤولينو ګډون کړی وو چې پکښې د مالیاتو پر ډولونو او سنجش، د مالیاتو د ورکړې پر ارزښت ، مالیاتي طرزالعملونو، او دعوایدو لوی ریاست د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې سول.
    هیره دې نه وي چې د دغه سیمینارونو په پاې کي د دغه دریو ولایتونو د اصنافو ستونزې هم واوریدل سوې چې د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ سره به د حل په موخه شریکې سي