د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقی خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري په ولایتونو کي د عامه پوهاوي سیمینارونو په لړ کي دغه آمریت دا ځل د کنړ ولایت کي د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او تر سره کړ.
په دغه سیمینار کي چې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر ښاغلي سید احمد هائد ، د دغه آمریت د عامه پوهاوي کار پوه ښاغلي عبادالله درمان، او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست د قانون لارښونې کارپوه ښاغلي ذبيح الله زاهد ترڅنګ د کنړ ولایت د مستوفیت ښاغلو همکارانو او د دغه ولایت د اصنافو، هوټلونو، رهنمايي معاملاتو او بېلا بېلو اتحادیو مسؤولينو ګډون کړی وو چې پکښې د مالیاتو پر ډولونو او سنجش، د مالیاتو د ورکړې پر ارزښت ، مالیاتي طرزالعملونو، او دعوایدو لوی ریاست د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې سول.
هیره دې نه وي چې د دغه سیمینار په پاې کي د کنړ ولایت د اصنافو ستونزې هم واوریدل سوې چې د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ سره به د حل په موخه شریکې سي