• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د سیسټم په برخه که د هیواد ۳۴ ولایتونو د مستوفیتونو ستونزو ته رسېدنه کوي

    9 حوت 1402
    د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست غواړي، چي د هیواد په (۳۴) ولایتونو کي د (SIGTAS او RIMS) سیسټمونو په برخو کي د مستوفیتونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او ستونزو د حل او هیوادوالو ته د ښه خدمتونو وړاندي کولو په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره کړي، چي له دې ډلي ئې په بامیانو، غزني، سمنګان او خوست ولایتونو کي دغه روزنیز پروګرامونه تر سره کړي دي.
    د یادوني وړه ده، چي د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست په مرکز کابل کي هره میاشت د سیسټم په برخه کي د ټلیفون او ارتباطي شبکو له لاري شاوخوا د (۳۰۰۰) مالیه ورکوونکو ستونزي حل کړي دي.