د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست د تحلیل او تطبیق آمریت تخنیکي همکارانو د بامیانو ولایت مستوفیت کارکوونکو ته د دوی د ظرفیت لوړوني په موخه د(SIGTAS_RMIS_TAIS) سیسټمونو په برخه کي (۱۵) ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ .
د بامیانو ولایت د مستوفیت کارکوونکي دغه روزنیز پروګرام ارښتمند ګڼي او وايي، چي په دې سره به د دوی ستونزي په دغه برخه کي حل سي او مراجعینو ته به هم په یادو برخو کي لا ښه خدمتونه وړاندي کړي .