د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د عوایدو د حقوقي خدمتونو او عوایدو پاليسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي او د دغه ریاست د مالیاتي معافیتونو آمر ښاغلي روزي محمد نېکمل د نفت او گازو اتحاديې له استازو سره د دوی د ستونزو او وړاندیزونو په تړاو ناسته وکړه .
د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد، چي دغي ناستي ته ئې وینا کوله وویل «تاسو د دغه اسلامي نظام یوه برخه یاست او ډاډه اوسېږئ، چي ستاسو یوه افغانۍ مالیه هم نه ضایع کېږي او د دغه هيواد د ابادۍ لپاره به مصرفېږي، یقیناً دا ستاسو لپاره اجر او ثواب هم لري او ډاډ در کوو، چي ستاسو سره به په هر برخه کي ولاړ یو»
د یادوني وړ ده، چي د دوی د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه هم جوړه سوه.