۹/۱۱/۱۴۰۲/ -۱۸/۷/۱۴۴۵
د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست له لوري د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اته تنه کارکوونکو ته د هغوي په وړاندیز د اسیکوډا او سیکتاس سیستمونو په برخه کې روزنیز پروګرام جوړ او وړاندې کړ .
د یادونې وړ ده چې په دې سره به د دواړو دولتي اورګانونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې سي او مراجعینو ته به لا ښه خدمتونه وړاندې سي .