• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لورې په پنځمه مالیاتي حوزه کې هټۍ په هټۍ د مالیاتو په تړاو عامه پوهاوی ترسره سو

    21 عقرب 1402
    ۲۰/۸/۱۴۰۲ـــ۲۷/۴/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لورې په پنځمه مالیاتي حوزه کې هغو هټیوالو ته د مالیاتو په تړاو عامه پوهاوی ترسره سو، چې خپل مالیات یې پر ټاکلي وخت بیت المال ته نه وو سپارلي. د عامه پوهاوي په دغه پروګرام کې د مالیاتي قوانینو، کړنلارو او لایحو په تړاو معلومات وړاندې سول.
    ورته وخت کې د هیټوالو هغه ستونزې چې له امله یې خپله مالیه بیت المال ته نه ده سپارلې واوریدل سوې او د حل په تړاو یې د عوایدو لوی ریاست د کارکوونکو له لورې لازمې لارښوونې وسوې.
    د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاده حوزه کې په ټولیزه توګه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره سوی دی.