• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مستوفیتونو (آی ټي) مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

    21 عقرب 1402

    د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ولایتي مستوفیتونو (آی ټي) مدیرانو د ظرفیت لوړوني په موخه د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي روزنیز پروګرام پیل کړ.
    په دې مراسمو کي د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس انجنير عبدالله حیدري او د مستوفیتونو د (آی ټي) مدیرانو ګډون کړی وو.
    د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، د مالیې وزارت د ټولو ادارو لپاره د زړه حیثیت لري، لکه څنګه چي زړه د انسان بدن ته د ویني رسولو دنده لري، همداسي د مالیې وزارت هم د نورو ادارو د لګښتونو او معاشاتو په برابرولو سره د هغوی ملاتړ کوي، چي د مالیې وزارت له ملاتړ پرته ټول ارګانونه او ادارې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
    د بشري سرچینو رئیس له ګډونوالو وغوښتل، چي د خپل مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کي له سته فرصتونو او امکاناتو څخه د ګټي اخیستني تر څنګ دي هڅه وکړي، چي خپل ګټور معلومات زیات او په ټول توان، غوره اخلاقو، نېک کردار او چلند سره د یوه اسلامي نظام د استازي په توګه خلکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندي کړي.
    د ولايتي عوايدو د انسجام او پراختيا رئيس انجنير عبدالله حيدري په خپلو خبرو کي وويل، تاسي هم پوهېږئ، چي عوايد د سيسټم له لاري راټولېږي او که په سيسټم کي کومه ستونزه رامنځته سي، ټول عوايدي سیسټم به ګډوډ سي؛ نو د (آي ټي) د کارکوونکي په توګه، له دې فرصت څخه ګټه پورته او د خپلي مسلکي پوهي په لوړولو سره د سیسټم د فعال او آپدېټ ساتلو په موخه، د عوایدو په راټولو او د هيواد د اقتصادي ځانبسیایني په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړئ.
    د يادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به پینځه ورځي دوام وکړي، ګډونوالو ته به د نیټورک، هارډوير، سافټوير او سيسټمونو په برخه کي تدریس ورکړل سي او د درسونو له پای ته رسېدو وروسته به له هغوی ازموينه هم واخیستل سي.