۲۵/۰۶/۱۴۰۲ ل –۱/۰۳/۱۴۴۵
دغه ناسته چې د عوایدو لوی ریاست لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په مشرۍ تر سره سوه پکې ددغه ریاست ټولو اړوندو ریاستونو رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وُ او ټولو خپل کاري راپورونه او د کارونو د لاښه والي لپاره يي خپل نظرونه وړاندې کړل .
د عوایدو لوی ریاست لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په خپلو خبرو کې د ولایتونو مستوفیتونو کې د ورستیو تغیراتو په اړه رڼا واچوله او همدارنګه دمستوفیتونو د کارمندانو د ظرفیت لوړونې فساد سره مبارزه او ولس ته پر موقع دخدمت تر سره کولو باندې يي تاکید وکړ .