• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د جهان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار ورکړل شو

    22 سنبله 1402
    ۲۶ صفره ۱۴۴۵ سپوږميز/ ۲۱ وږی ۱۴۰۲ لمريز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د جهان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو.
    د سیمینار په پیل کې د جهان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ښوونکي ښاغلي خیبر خیبر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار گټور وباله او زیاته یې کړه چې د اقتصاد پوهنځي محصلین باید د خپلو ورځنیو درسونو تر څنگ د مالیاتو په اړه هم مطالعه وکړي چې په راتلونکي کې ترې گټه پورته کړي.
    ښاغلي خیبر د قوانینو تطبیق د هېواد اقتصادي نظام پایښت له پاره ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د مالیاتو ورکړې په برخې باید له دولت سره همکاري وشي.
    ورپسې د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا د مالیاتو د عامه پوهاوي چمتو شوی سیمینار د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو او د دغه سیمینار په لړ کې یې د جهان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالیاتو، قوانینو، کړنلارو او لایحو په اړه معلومات وړاندې کړل او مالیه يې د هېواد اقتصادي پرمختگ لپاره اړینه وبلله.
    د سیمنیار په بلې برخې کې د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت د مالیاتي چارو کارپوه له خوا د مالیاتو په اړه د جهان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو پوښتنې ځواب شوې.