• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د سرای شهزاده د صرافانو له استازو سره ناسته تر سره کړه

    22 سنبله 1402
    ۲۱/۰۶/۱۴۰۲ ل –۲۶/۰۲/۱۴۴۵
    دغه ناسته چې د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق ددغه ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج د حقوقي خدمتونو ریاست رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي د بررسۍ ریاست رئیس ښاغلي خان محمد ذاکر د عوایدو د مرکزي زون ریاست رئیس ښاغلي محمد هاشم هاشمي په حضور کې د سرای شهزاده د صرافانو له استازو سره ترسره سوه پکې د ۱۴۰۲ کال لپاره د اظهار نامې له لارې د مالیاتو پر ورکړې بحث وسو او همدارنګه د دیو نظریات او ستونزې هم واوریدل سوې .