• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس د مالګې د کانونو د استخراج کوونکو له قراردادیانو او د خوراکي مالګې تولیدکوونکو سره د مالګې د کمیت او کیفیت په اړه ناسته وکړ

    22 سنبله 1402
    ۲۶ صفره ۱۴۴۵ سپوږميز/ ۲۱ وږی ۱۴۰۲ لمريز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق، ددغه ریاست د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله امین، د کانونو او پټرولیم وزارت د پانګونې رئیس ښاغلي خلیل الرحمان ژوند او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د جوازونو رئیس ښاغلي ولي محمد عادل په حضور کې د هېواد د مالګې د کانونو د استخراج کوونکو له قراردادیانو او د خوراکي مالګې تولیدکوونکو سره د مالګې د کمیت او کیفیت په اړه د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
    په دغه ناسته کې د مالګې د کانونو د استخراج کوونکو قرادادیانو او د خوراکي مالګې تولیدکوونکو په خپلو خبرو کې د مالګې د استخراج، تولید او بازارونو ته د عرضه کولو په برخه کې شته ستونزې وړاندې او د حل غوښتنه یې وکړه.
    د ناستې پر دوام د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق د مالګې د کانونو د استخراج کوونکو قراردادیانو او د خوراکي مالګې له تولیدکوونکو څخه وغوښتل چې په کور دننه د مالګې تولید په برخه کې کیفیت او کمیت دواړو ته جدي پاملرنه وکړي او سربېره پر دې اړینه ده چې د ولس هر اړخیزې ګټې په پام کې ونیول شي.
    ښاغلي مشفق همداراز ټنیګار پردې وکړ چې په کور دننه د مالګې د کانونو د استخراج او د خوراکي مالګې تولیدکوونکي باید کیفیت او کمیت په پام کې نیولو سره هېواد پرځان بساینې لور ته یوسي، ترڅو ګاونډیو هېوادونو څخه د خوراکي مالګې وارداتو کچه راټیټه شي.