یکشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۲
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج په خپل کاري دفتر کې د غیرمالیاتي عوایدو، د عوایدو سیسټم او د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست مسؤلنیو په حضور کې د افغانستان بانک د تادیاتو آمریت مرستیال او سرپرست غلام رسول رسولي، د افغانستان بانک د سیسټمونو پراختیا لوی مدیر سید عباس رفیق او د ګمرکونو اسیکوډا سیسټم پروژې مدیر مرتضی کاکړ سره وکتل.
په دغه ناسته کې د مالیې وزارت د سیسټمونو او د افغانستان بانک سیسټمونو نښلولو بهیر پای ته رسولو په برخه کې تخنیکي بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د افغانستان بانک تخنیکي تطبیقاتو کړنو څخه د نظارت په موخه د سیسټمونو په برخه کې به مالیې وزارت خپل تخنیکي مسؤلنیو پلاوی ور وپیژني.
تر دې ناستې وړاندې د ګمرکونو او د افغانستان بانک د سیسټمونو ازمایښتي نښلول بشپړ شوي او د راپورونو له مخې په کې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.