۰۹/۰۶/۱۴۰۲ ل –۱۵/۰۲/۱۴۴۵
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیه ورکونکو خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر په مشرۍ تللي پلاوي له لوري ښاغلی محمد نور حقجو د پنجشیر ولایت د مرستیال والي ښاغلي مولوي روح الله شاه ملنګ په حضور کې ددغه ولایت د نوي مستوفي په حیث د مستوفیت کارکونکو ته ور وپیژندل سو .
د یادونې وړ ده چې د کابل څخه تللي پلاوي د پنجشیر ولایت د مستوفیت ارزونه هم وکړه .