شنبه، ۷ زمری ۱۴۰۲ ل
د ماليې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقاهر ادریس او د دغه وزارت د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال حافظ مولوي شاه حسین حسیني او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست مسؤلینو په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت اداري او مالي معین مولوي حسام الدین صابري او د دغه وزارت د عوایدو د تنظیم رئيس محمد رسول عقاب سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ولیدل.
په دغې ناستې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو د ښه والي په برخې کې د شتو ستونزو، عایداتي فرصتونو او د عوایدو د راټولولو پر وضعیت هراړخيز بحث او خبرې وکړې.
د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین د ټولو امارتي ادارو د عوایدو د وضعیت د ښه والي په پار د لا زیاتو اسانتیاؤ د برابرولو په برخې کې د چمتووالي ډاډ څرگند کړ.