• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د شمال ختيز زون ځينو ولايتونو ته د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس کاري سفر

    ختیځ.jpg

    22 سنبله 1401
    ۲۱ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج د خپل کاري سفر او د یو شمېر شمالي ولایتونو د مستوفیتونو او عایداتي ادارو د فعالیتونو د ارزونو په موخه سمنگان، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو ته سفر وکړ.
    په دې سفر کې چې یو شمېر نورو مسؤلینو هم د نوموړي ملتیا کوله، په تخار او بدخشان ولايتونو کې یې د کسبگرو او دوکاندارانو د تثبيت او درجه بندۍ له پاره له هغو برياليو کانديدانو سره هم مرکې وکړې چې د کانکور د ازموينې له لارې دغو بستونو ته بريالي شوي وو او له موقع څخه په گټې اخيستنې سره د عوايدو لوی رئيس د پورتنيو ذکر شويو ولايتونو مستوفيتونو د ټولو څانگو ليدنې او ارزونې ترسره کړې او هم يې هغوی ته د چارو د غوره والي په موخه اړينې لارښوونې وکړې.
    همدا راز د دغه کاري سفر پر مهال د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د فوق الذکر ولايتونو له واليانو، مرستيال واليانو، د بېلابېلو کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) ټولنو له استازيو او د بېلابېلو سکټورونو او په ځانگړي ډول د هغو رياستونو له رئيسانو سره وکتل چې غيرمالياتي عوايد راټولوي او هغوی ته يې جدي سپارښتني وکړې چې د هغوی له لوري راټول شوي غيرمالياتي عوايد بايد پر خپل وخت بيت المال او د دولت خزانې ته وسپارل شي، ځکه چې له دې لارې د دولت لگښتونه تمويل او پوره کېږي.
    د نورو رسمي کتنو او ليدنو په ترڅ کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د بدخشان ولايت د شورابک برېښناکوټ کتنه هم وکړه او د برېښناکوټ د ځايي مسؤلينو له لوري ورته هراړخيز معلومات ورکړی شول.
    د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت لوړپوړي مسؤلین ځينې وختونه د هېواد د ولایتونو د گمرکونو او مستوفیتونو د کاري بهیر ارزونه کوي او مسؤلینو ته یې د ښو خدمتونو او صادقانه کار کولو سپارښتنې کوي.