• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوايدو معين سره د ننگرهار ولایت د سوداگرو غونډه

    298704745_179416111228978_4808888987087636896_n.jpg

    20 اسد 1401
    ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۴/ ۲۰ زمری ۱۴۰۱
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخند تر رهبرۍ لاندې چې د عوايدو لوی رئيس ښاغلی الحاج معراج محمد معراج او د گمرکونو لوی رئيس ښاغلی مفتي عبدالمتين سعيد هم حاضر وو، د ننگرهار د صنعت او سوداگرۍ خونې له استازيو او سوداگرو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وکړه.
    په دغې غونډې کې د یادې خونې استازیو د گمرکاتو او مالیاتو اړوند خپلې ستونزې د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخند سره سره شریکې کړې او د مالیاتو اړوند د بررسۍ په طرزالعمل کې يې د اسانتیاؤ د راوستلو غوښتنه وکړه.
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي الحاج معراج محمد معراج د ننگرهار ولایت د صنعت او سوداگرۍ خونې راغلیو استازیو ته وویل: په مالیاتي سیسټمونو کې د اسانتیاؤ راوستل زموږ کاري لومړیټوب گڼل کېږي او د بررسۍ په برخې کې د هر راز اسانتیاؤ د راوستلو له پاره به لا ډېرې جدي هڅې وشي.
    غونډه د دوه اړخيزې بشپړې همکارۍ د ډاډ د ژمنو په ورکولو سره پای ته ورسېده.