• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شول

    24 جوزا 1401
    ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۱/ ۱۳ ذي‌القعده ۱۴۴۳
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شول.
    مالیاتي محاسب هغه حقیقي شخص دی چې د عوایدو لوی ریاست له لوري د محاسبینو له طرزالعمل سره سم په مالیاتي چارو کې د جواز درلودونکی وي او د مالیاتي قوانینو په رڼا کې د مالیه ورکوونکي له حقوقو څخه دفاع او استازولي، د مالیه ورکوونکي د مالیې سنجول، د مالیې د صورت حسابونو برابرول، د سندونو د قانوني پړاوونو تعقیبول، مشوره او تخنیکي مرسته کول یې دندې شمېرل کېږي.
    مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونو د ورکړې غونډه د مالیې وزارت په خیبر سالون کې جوړه شوې وه چې د دغه وزارت اړوند د گڼو ریاستونو رئیسانو او د رسنیو استازيو په کې گډون کړی ؤ.
    د مالیې وزارت د مالیاتي محاسبینو د جذب او روزنې دغه پروسه د شفافیت قایمولو او د فساد د مخنیوي په موخه د مسلکي او ژمنو اشخاصو د جذب له پاره جوړه کړې ده چې د مالیاتي محاسبینو د روزنې او جواز ورکولو دغه لړۍ به دوام ومومي او په راتلونکي کې به د هېواد په کچه علمي کدرونو او فارغ شویو محصلینو ته په دې پروسې کې د گډون ښه فرصتونه برابر شي.
    د غونډې په وروستیو کې يوويشتو (۲۱) تنو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه هم ورکړل شول.