• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د سودا گرۍ او پانگونې خونې له استازیو سره غونډه وشوه

    ویب پاڼی ته۱.jpg

    1 ثور 1401

    ۳۰ وری ۱۴۰۱ لمریز
    د مالیاتو په ټولولو او د مالیاتي قوانینو په پلي کېدا کې د اسانتیا رامنځته کولو، د شرکتونو له لوري د مالیاتي اظهارلیکونو د وړاندې کېدو او د هغو دقیق ‌‌‌‌ډکولو، د مالیاتي جریمو د ورکړې او د سودا گریزو شرکتونو د جوازونو د فعالیت اوعدم فعالیت په اړه د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس ندا محمد صدیقي او د افغانستان د سودا گرۍ او پانگونې خونې مرستیال خان جان الکوزي او د دغې خونې یو شمېر نورو مالي او مدیره پلاویو په حضور کې د عوایدو لوی رئیس په کاري دفتر کې غونډه ترسره شوه.
    د دې غونډې تر هراړخیز بحث نه وروسته پر پورتنیو ذکر شویو مواردو باندې اړینې پریکړې وشوې او د یادې خونې سره سودا گرو ته د اسانتیاوو برابرېدو، د مالیاتي قوانینو او جوازونو د ورکړې د پالیسۍ په اړه د دوی معقول نظرونه او وړاندیزونه د عوایدو لوی ریاست سره د بحث او تصمیم نیونې په موخه د هغو پر شریکېدو باندې، ټینگار وشو.