• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ټاپی پروژې د غازو د نل لیکې د پلي کېدا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

    غاز نل بیکی.jpg

    31 حمل 1401
    په دې غونډې کې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د عوایدو د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي، د گمرکونو حقوقي رئیس، د کانونو او پټرولیم او اراضي وزارتونو استازیو چې په انلاین بڼه گډون درلود، د ترکمنستان هیواد له خصوصي شرکت سره چې د ټاپي پروژې د غازو د پایپ لاین د پلي کېدا چارې پر غاړه لري، د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او نطرونه سره شریک کړل.
    همدارنگه په دې غونډې کې د پروژې د ارزښت، د مالیاتو د وضع کېدو څرنگوالي او هغه زمکې چې د ټاپي پروژې د پلي کېدو له امله استملاک کېږي، په اړوند هر اړخیز بحث وشو او اړوندو اداروته د پلي کېدا میکانیزم د جوړیدو دنده ورکړل شوه.