• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پټرولیم د ټولنې له استازیو سره غونډه وشوه

    تیل تانک مالکین.jpg

    31 حمل 1401
    د پټرولیم د ټولنې د استازیو په غوښتنه د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د پټرولیم د ټولنې له استازیو سره غونډه تر سره شوه چې په دې غونډې کې د عوایدو لوی ریاست تخنیکي معاون عبدالولي نوري، د بررسۍ رئیس عصمت الله سلیمي ګډون درلود.
    په غونډې کې د تېلو ټانکونو د مالکینو د دوسیو د بررسۍ پر موضوع او د قوانینو په رڼا کې د مالیاتي مکلفیتونو د ورکړې په اړه هراړخیز بحث تر سره شو.
    همداراز د تېلو ټانکونو د مالکینو مالیاتي وجیبو د سم سنجش پر موضوع له نوموړې ټولنې سره ټینګار وشو، چې د تېلو ټانکونو مالکین که د شرکت اړوند وي، یا په انفرادي ډول توکي، خدمتونه او فعالیتونه وړاندې کوي، مکلف دي چې خپل مالیاتي اظهار لیکونه په د قیقه بڼه ډک کړي او په راتلونکي کې د راپور او اسنادو د نه وړاندې کولو د ستونزې مخنیوي وشي.
    د دې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو نوموړې ټولنې ته وویل: کله مو چې غیرقانوني کړنې او سرغړونې ولیدې، په لیکلې بڼه یې د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ سره شریکې کړئ تر څو د ستونزو اړوندحل لاره او قانونې کړنې تر سره شي.