• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیاتي شخړو د حل بورډ د همغږۍ غونډه وشوه

    277461546_148513484319241_2282774301874582173_n.jpg

    7 حمل 1401
    ۷ وری ۱۴۰۱ لمريز
    د مالیاتي دوسیو په بررسۍ کې د حساب ورکولو او روڼتیا راوستلو په موخه د مالیه ورکوونکیو د پام رااړولو او د هغو مالیه ورکوونکیو د شکایتونو له مخه چې دوسيې یې د بررسۍ اړوندو شعبو کې تر بررسۍ لاندې دي، د عواید لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ چې د عوایدو لوی رياست تخنیکي مرستيال، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس، د لویو مالیه ورکوونکیو رئیس، د بررسۍ رئیس، د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ غړيو، د عوایدو لوی ریاست مشاروینو او د مالیه ورکوونکیو د شکایتونو اورېدلو مسؤلینو په کې گډون کړی ؤ، د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.
    د غونډې په پيل کې د مالیاتي شخړو د حل بورډ د سرپرست محمد طاهر وردگ او همکارانو له لوري د مالیاتي شخړو د حل په اړوند چمتو شوی پرېزېنټېشن وړاندې شو او بيا د مالیاتي قوانینو او طرزالعملونو په رڼا کې د مالیاتي شخړو پر حل او د مالیه ورکوونکیو د عریضو او شکایتونو پر اورېدلو، د مالیه ورکوونکیو او مالیاتي ادارو تر منځ د باور د رامنځته کېدو پر څرنگوالي، د مالیه ورکوونکیو د غاړې اېښودلو (اطاعت پذيرۍ) د کچې پر لوړولو او نورو مسئلو باندې هراړخيز بحث وشو او ماليه ورکوونکيو ته د اړينو اسانتياؤ د چمتووالي او رامنځته کېدو په اړه اړوندو مسؤلينو ته اړينې لارښوونې وشوې.