• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پر بهرنیو او کورنیو مؤسساتو باندې د ټایس سیسټم د پلي کېدو په اړه غونډه وشوه

    5.JPG

    7 حمل 1401
    ۷ وری ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې د موسساتو له استازيو سره د عوایدو د ټایس سیسټم د پلي کېدو او د مؤسساتو اړوند د معلوماتو د شریکولو په اړه د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.
    ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وویل: د مالیاتي چارو جوړونه او د مالیاتي سیسټمونو پلي کېدل زموږ په لومړيتوبونو کې دي چې د دې سیسټمونو په پلي کېدو سره چټک او پر خپل وخت خدمات خپلو مشتریانو ته وړاندې کولو شو او په دې سره د هېواد ملي بودیجه تامینولی شو.
    ښاغلي معراج د مؤسساتو له استازيو څخه وغوښتل چې د خپلو مؤسساتو د قراردادونو معلومات چې له مالیاتي ادرو سره د دې سیسټم په پلي کېدو کې مرسته کولی شي، شریک کړي.
    ورپسې د عوایدو د سیسټم رئیس محمد جلال احمدزي د دغه سيسټم (Taxpayer Activity Information System) په اړه لنډ معلومات او گټې د مؤسساتو استازيو ته بيان کړې.
    په پای کې د مؤسساتو استازيو د ټایس سیسټم په اړه په ولایتونو او مرکز کې د مؤسساتو د کارکوونکیو له پاره د روزنیزو ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړه چې په دې روزنیزو ورکشاپونو سره مؤسسات خپل مالیاتي راپورونه په ښه بڼه له مالیاتي ادرو سره شریکولی شي.