• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوايدو معين تر رياست لاندې د ننگرهار د سوداگريزې خونې د سوداگرو د ستونزو د اورېدو په موخه غونډه شوه

    4.JPG

    2 حمل 1401
    ۲ وری ۱۴۰۱ لمريز
    د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر آخوند تر رياست لاندې او د دغه معينيت د حمائيوي او تخنيکي مرستيالانو، د عوايدو او گمرکونو لويو رياستونو د تخنيکي، حقوقي، تعرفې او ولايتونو د پراختيا او انکشاف رئيسانو او د ننگرهار ولايت د مستوفي په گډون او د ننگرهار د سوداگريزې خونې د رئيس او مرستيالانو په شتون کې د ننگرهار د سوداگريزې خونې د سوداگرو د ستونزو د اورېدلو او حلولو په موخه د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.
    په پيل کې د ننگرهار د سوداگريزې خونې رئيس او مسؤلينو په خپل وار سره گډونوالو ته په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او په تېره بيا د تورخم له لارې د سوداگرو د مالونو د صادراتو او وارداتو په اړوند خبرې وکړې.
    په غونډې کې د مالياتي ستونزو لکه د سوداگرو د مالياتي دوسيو بررسي چې د هغوی د مالياتي مکلفيتونو د تصفيې په موخه په ابتدايي تحقق کې ورباندې راويستل شوي دي، د مالياتي مکلفيتونو پر خپل وخت د ورکړې په موخه د دوسيو لېږد، د مالونو د قاچاق مخنيوي، د اظهارليکونو دقيق ډکول او په هغو کې کې د دقيقو ارقامو وړاندې کول، د مالونو د گمرکي محصول ورکړه او تر څنگ يې د اسنادو د تفتيش په اړوند هراړخيز او مفصل بحث ترسره شو.
    د گمرکونو او عوايدو معين د ننگرهار سوداگريزې خونې ښاغليو مسؤلينو ته وويل: اوسنی نظام د خپلو ژمنو له مخه د وگړيو د امنيت د تأمين، د اداري او مالي فساد د له منځه وړلو، د اقتصادي پياوړتيا او د گرانو خلکو او په ځانگړي ډول د سوداگرو د پانگونې له پاره د زمينې د برابرولو او د هغوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخو کې هر ډول اسانتياوې رامينځته او چمتو کړي.
    هغه زياته کړه: سوداگر بايد د ماليې وازت پرلپسې همکاري وکړي چې د فساد مخه ونيول شي، هغه مالونه چې واردېږي او يا هم صادرېږي، په خپلو مالياتي اظهارليکونو کې دقيق سوداگريز ارقام ورسوي چې د شرکتونو دقيقه مالياتي محاسبه وشي او د عوايدو لوی رياست په دې برخې کې اړينې اسانتياوې د سوداگرو له پاره رامينځته کوي.
    همدا راز د گمرکونو او عوايدو لوی رياستونو ته يې دنده وسپارله چې د ننگرهار د سوداگريزې خونې ستونزې او وړانديزونه دې د اړوندو قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې حل شي او د سوداگرو له پاره دې د گمرکي محصول او مالياتي اسنادو د پړاوونو په وهلو او په کاري چاپېريالونو کې اړينې اسانتياوې رامينځته شي.
    په همدې ډول د ننگرهار ولايت مستوفيت او اړوندو مالياتي ادارو ته دنده ورکړل شوه چې د دغه ولايت د سوداگرو د راتللو پر مهال دې د سوداگريزو شرکتونو د راايستليو پايلو (بيرون نويسيو) په اړوند هغوی ته بشپړ وضاحت ورکړي چې سوداگر خبر شي؛ دا چې راايستلې پايلې د ابتدايي تحقق له مخه رامينځته شوې وي، له کوم درکه دي او د ننگرهار سوداگريزې خونې باندې ټينگار وشو، که هغوی پر راايستلو پايلو قناعت ونه لري، د ننگرهار ولايت مستوفيت څخه وضاحت غوښتلی شي او که بيا هم د اړتيا اړوند معلومات ورته ورنکړل شي، نو موضوع دې ژر تر ژره د دغه معينيت له مسؤلو او صلاحيت لرونکيو سره شريکه کړي چې ستونزې يې حل شي.
    په پای کې د گمرکونو او عوايدو معينيت له لوري د ننگرهار سوداگريزې خونې راغليو ټولو گډونوالو ته د مالياتي قوانينو، طرزالعملونو او تعليماتنامو يوه يوه سافټ کاپي په بېلو بېلو فلشونو کې د دغو اسنادو د پوهېدا، د مالياتي او گمرکونو اسنادو د پړاوونو د وهلو د استفادې او د فساد د مخنيوي په موخه ورکړل شوه.