• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د بشري مرستو په تړاو غونډه وشوه

    3.JPG

    6 حمل 1401
    ۶ وری ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ د گمرکونو او عوایدو د غونډو په تالار کې د بشري مرستو په اړه د عامې روغتیا، د کډوالو د راستنېدو، د طبيعي پېښو ته د دولت د لاسرسي او د کرنې، اوبلگونې او مالدارۍ وزارتونو له استازيو سره غونډه وشوه.
    په دې غونډې کې د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي او د گمرکونو د حقوقي خدمتونو رئیس عبدالرحمان سجاد او د عویدو لوی ریاست مشاروینو گډون درلود.
    د غونډې په پيل کې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج وویل: بشري مرستې یوازې د یوه شخص له پاره نه دي، بلکې د افغانستان په نوم له ټولو هېوادوالو سره کېږي، نو په کار ده چې د دې مرستو د ښه مدیریت له پاره لاس په کار شو چې د شته فساد مخه ډب او اړو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
    د دې غونډې گډونوالو په گډه وړاندیز وکړ چې د بشري مرستو د گمرکي معافیت طی مراحل دې د مالیې وزارت پر غاړه واخلي چې په چارو کې چټکتیا رامنځته او د اضافي لگښتونو او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او په همدې ډول دې پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د لسمې مادې پر بنسټ دې د مؤسساتو مالیاتي معافیت ترسره شي او د غونډې د چارو د پر مخ بېولو له پاره دې د بهرنیو چارو وزارت او د گمرکونو لوی ریاست استازي چې په دې غونډې کې نه وو، معرفي کړل شي.
    د غونډې په پای کې د عوایدو لوی رئیس معراج وویل چې د بشري مرستو د ښه مديريت او پرمختيا له پاره به په راتلونکي کې ورته غونډې ترسره کړو.