• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس د افغانستان د سوداگريزو خونو فدراسیون له لوی رئیس سره ولیدل

    jalasa.jpg

    11 جوزا 1400
    دوشنبه، ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۰ ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس نصرالله دراني د افغانستان د سوداگريزو خونو فدراسیون له لوی رئیس محمد اسماعیل غضنفر سره ولیدل.
    په دې لیدنې کې چې د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د افغانستان د اتاقونو فدراسیون د مدیره پلاوي غړي شېرباز کمین زاده، د افغانستان د سوداگريزو خونو فدراسیون د مدیره پلاوي غړې فرشتې زحل رحمان، د افغانستان د سوداگريزو خونو فدراسیون عامل پلاوي رئیس فېروز خان او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو هم گډون کړی ؤ، په خصوصي شرکتونو کې د ستونزو ارزونې او حل لارو وړاندې کولو، د خصوصي سکټور له پاره د مالیاتي جرایمو په معافیت، د کنټرول لغوه کولو په څرنگوالي، اطاعت نه منونکيو شرکتونو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
    پرېکړه وشوه چې دواړه لوري دې دې ستونزو او خنډونو ته د رسېدو له پاره دواړه اوونۍ پرلپسې ناستې ولري.