د مؤسسو له اتحادیې سره د همغږۍ ناسته وسوه!
12 سنبله 1405
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو تخنیکي مرستیال او اړوندو آمرینو په ګډون د مؤسسو د اتحادیې له استازو سره د همکارۍ او همغږۍ ناسته وسوه.
په پیل کي د عوایدو لوی رئیس وویل، چي اسلامي امارت د مالیه ورکوونکو د ستونزو د حل او د مالیاتي چارو د اسانتیا په موخه لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي دي او د ټولو مالیه ورکوونکو ستونزو ته د رسېدني په برخه کي لازمی همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي ټینګار وکړ، چي مؤسسې باید د مالیاتي چارو د ښه تنظیم په موخه وړ او مسلکي کسان معرفي او اړین اسناد پر وخت او له واقعیت سره سم مالیاتي ادارې ته وړاندي کړي؛ ترڅو ئې مالیاتي چاري له ځنډ او خنډ سره مخ نه سي.
د مؤسسو او نا دولتي مؤسسو د مالي نظامونو، حقیقي عوایدو او لګښتونو، د پروژو او قراردادونو، له نورو ادارو او بنسټونو سره د کارکوونکو د صحي بیموي قراردادونو، د کرایې جایدادونو اړوند قراردادونو او د مالیاتي ثبت او پروسیس په اړه ئې بحث او د نظرونو تبادله وسوه. همدارنګه مالیاتي ادارې ته د غیر انتفاعي مؤسسو له لوري د غوښتل سوو معلوماتو او اسنادو د پر وخت وړاندي کولو، د مالیاتي تصفیې په بهیر کي د ځنډ د مخنیوي، د مالیاتي معافیتونو د ترلاسه کولو او د اړوندو مالیاتي مکلفیتونو د ترسره کولو پر څرنګوالي هم بحث وسو.
په پای کي د ناستي ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د هغوی پوښتنو ته د اړوندو مسئولینو له لوري وضاحتونه وړاندې سول او د عوایدو لوی رئیس له لوري د مؤسسو د ستونزو د حل او د مالیاتي چارو په برخه کي د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.