• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه مه ناسته وسوه!

    29 سنبله 1405
    د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي، د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او آمرینو په ګډون وسوه.
    په یاده ناسته کي د رهبرۍ د تېري ناستي د پرېکړو د تحقق راپور وړاندي او وڅېړل سو، ورپسې د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور او د تخنیکي اختصاصي هیئت له لوري د ترسره سوو چارو او اړوندو موضوعاتو راپورونه هم وړاندي سول، چي په اړه ئې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
    د ناستي په دوام کي د (KPI) له پاره د یوه جامع او هر اړخیز سند د جوړولو، د مالیه ‌ورکوونکو د خدمتونو په ریاست کي د نهایي تحقق د مسایلو او د تجارتي سکټور په اړه د عوایدو د اجراآتو د یو شان‌ کولو په موخه د مناسبي طرحي پر جوړولو او همدارنګه پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث او د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو تبادله وسوه.
    په پای کي د مطرح سوو موضوعاتو د لا ښه تنظیم، د چارو د مؤثریت، د مالیاتي بهیرونو د معیاري کولو او د عوایدو اړوندو چارو د لا پرمختګ په موخه لازمي پرېکړي ترسره او اړونده مسئولینو ته د اړینو اجراآتو د ترسره کولو ټینګار وسو.