د کابل په مالياتي حوزو کې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې وېش
ښاغليو ښاريانو او ماليه ورکوونکيو!
تر دې وروسته د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) د تر لاسه کولو لپاره لاندېنيو مالياتي حوزو ته مراجعه کولی شئ:
۱- د درېيمې مالياتي حوزې مديريت په درېيمې ناحيې کې
د حوزې مسؤل ښاغلی جاوېد او د هغه اړيکشمېره (۰۷۸۶۴۲۹۰۵۵)
۲- د پېنځمې مالياتي حوزې مديريت په پېنځمې مالياتي ناحيې
د حوزې مسؤل ښاغلی فرهاد الله او د هغه اړيکشمېره (۰۷۷۳۱۳۵۱۴۴)
۳- د يوولسمې مالياتې حوزې مديريت په يوولسمې ناحيې کې
د حوزې مسؤل ښاغلی افضل او د هغه اړيکشمېره (۰۷۸۶۷۵۴۷۵۴)
۴- د شپږمې مالياتي حوزې مديريت شپږمې ناحيې ته څېرمه
د حوزې مسؤل ښاغلی نقيب الله او د هغه اړيکشمېره (۰۷۹۴۷۶۵۷۶۲)
۵- د اتمې مالياتي حوزې مديريت د کارته نو دويم سړک
د حوزې مسؤل ښاغلی ابوبکر او د هغه اړيکشمېره (۰۷۸۸۴۴۶۳۸۸)
د اړينو اسانتياؤ د رامينځته کولو، پر خپل وخت او د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو او د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) د وېش د بهير د تسهيل موخه يواځې د اصنافو او د جايدادونو د څښتنانو لپاره په ځانگړې توگه د هغوی د مالياتي تصفيې او د نورو اړوندو چارو او همدا راز د انفرادي اشخاصو لپاره چې د بانکي حساب د پرانيستو په موخه د (TIN) د تر لاسه کولو لپاره مالياتي ادارو ته مراجعه کوي، تر دې وروسته فوق الذکر مالياتي حوزو ته هم مراجعه کولی شي.
د دې تر څنگ شرکتونه دې د (TIN) د تر لاسه کولو لپاره د مرکزي ثبت او د فکري مالکيتونو لوی رياست کې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) وېشونکي دفتر ته مراجعه وکړي او همدا راز د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) د وېش مرکزي دفتر هم د مراجعينو پرانستی دی.