• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي وخت د تمديد په اړه د عوايدو لوی رياست خبرتيا

    د ماليې وزارت د رهبرۍ د تصميم پر بنسټ په مالياتي ادارو کې د گڼې گوڼې د مخنيوي او د مالياتي اظهارليکونو د نه وړاندې کولو د اضافي ماليې د ورکړې له امله د گرانو ماليه ورکوونکيو د اندېښنو د لېرې کولو لپاره د ۱۳۹۸ مالي کال د کلني اظهارليک، د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړنۍ ربعې د انتفاعي فورم، د بررسۍ لپاره د اسنادو د نه وړاندې کولو د اضافي جريمې، د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړنۍ ربعې د ثابتې ماليې د ورکړې او د ۱۳۹۸ د کب مياشتې او د ۱۳۹۹ د وري مياشتې د کرايې او تنخوا د موضوعي ماليې د فورمونو د وړاندې کولو وخت د ۱۳۹۹ کال د غويي مياشتې تر وروستۍ نېټې غځېدلی دی او ماليه ورکوونکي تر يادې نېټې پورې د مالياتي فورمو او د اظهارليک د ځنډني وړاندې کولو د جريمې د ورکړې تابع نه گرځي.
    نو هغو ښاغليو ماليه ورکوونکيو چې تر دې دمه يې خپل مالياتي اظهارليک وړاندې کړي نه دی، اوسمهال يې د کرونا وايروس د خپرېدو له وېرې د روغتيايي ادارو د سپارښتنو په پام کې نيولو او همدا راز له اړوندو مالياتي ادارو سره په همغږۍ پر ټاکلې تمديد شوې نېټې خپل مالياتي اظهارليک وړاندې او خپلې ماليې دې تاديه کړي.
    د ماليې وزارت د کرونا وايروس په بحراني وضعيت کې د اسانتياؤ رامينځته کولو ته ژمن دی او ستاسې ټولو لپاره د ورغتيا هيله کوي.