• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د آنلاين مالياتي سيسټم او برېښنايي مالياتي اظهارليکونو ورکشاپ

    8432_o.jpg

    21 حوت 1398
    د آنلاين مالياتي سيسټم او د برېښنايي مالياتي اظهارليکونو په اړه دغه ورکشاپ چې د افغان ښځو د سوداگرۍ او صنايعو خونې د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ، په پيل کې د دغې خونې رئيسې آغلې منيژې وافق خبرې وکړې او د دغه ورکشاپ د جوړېدلو له امله يې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست مننه وکړه.
    ورپسې دغه ورکشاپ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د سيسټم رياست د ماليه ورکوونکيو د پېژندنې آمر سيد احمد نويد نظامي پر مخ يووړ او د يادې خونې د شاوخوا يوويشتو (۲۱) ماليه ورکوونکيو سوداگريزو سازمانونو او شرکتونو استازيو ته د آنلاين مالياتي سيسټم (ardes.ard.gov.af) او د برېښنايي مالياتي اظهارليکونو (E-Filing= Fast Track Filing) په اړه د عامه پوهاوي روزنيز ورکشاپ جوړ او ورکړل شو.