• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ډاکټر بهيج د عوايدو لوی رئيس وگومارل شو

    5088_o.jpg

    15 حوت 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست نوی گومارل شوی رئيس ښاغلی ډاکټر ميرويس بهيج د دغه وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي محمد عيسی قدرت له لوري د معينيت د غونډو په تالار کې د عوايدو لوی رياست اړوندو رئيسانو، آمرينو او کارکوونکيو ته د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول وروپېژاند.
    د گمرکونو او عوايدو معين محمد عيسی قدرت د عوايدو لوی رئيس د معرفۍ جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې ښاغلی ډاکټر ميرويس بهيج د ماليې وزرات د رهبرۍ په وړانديز او د جمهوري رياست عالي مقام په حکم د ريفورمونو د رامينځته کولو په پار د عوايدو لوی رئيس گومارل شوی دی او دا گومارنه د هغې لړۍ کړۍ ده چې په دې وروستيو کې د ماليې وزارت په مربوطاتو کې ډېرې نوې گومارنې وشوې او لا هم روانې دي.
    قدرت په خپلو خبرو کې زياته کړه: “موږ د جمهوري رياست عالي مقام ته يوه طرح وړاندې کړه چې په هغو کې کاري پروسو، تشکيلاتي جوړښت او ريفورمونو ته بياکتنه شوې ده او د داسې مثبتو تغييراتو راوړل دي چې تر ۲۰۲۴ زېږيز کال پورې د افغانستان مالي او پولي خودکفايي تضمين کړي چې له نېکه مرغه د جمهوري رياست عالي مقام له لوري تائيد شوې ده.”
    د گمرکونو او عوايدو معين د عوايدو لوی رياست د پخوانۍ رئيسې آغلې آمنې احمدي د ترسره شويو فعاليتونو او کوښښونو يادونه وکړه او ويې ويل چې نوموړې په دغه رياست کې په پراخه توگه ريفورمونه رامينځته کړي دي، د هغوی له تجربو څخه گټه اخيستل شوې ده او په پام کې ده چې په راتلونکي کې هم همکاره واوسي او په عين وخت کې يې نوي گومارل شوي رئيس ډاکټر ميرويس بهيج ته د مبارکۍ ويلو تر څنگ ډاډ ورکړ چې هراړخيزه همکاري به يې کوي.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ميرويس بهيج د خپلو خبرو په پيل کې د جمهوري رياست عالي مقام، د ماليې وزارت د مقام او د گمرکونو او عوايدو معين د رهبرۍ مننه وکړه او ويې ويل: “د دوی د اعتماد مننه کوم او خوښ يم چې يوې داسې ادارې ته راځم چې مخکې له مخکې په کې ريفورمونه رامينځته شوي دي او تعهد کوم چې دغه ريفورمونه به د ساتلو تر څنگ پياوړي کوو او مخ ته به ځو.”
    بهيج په خپلو خبرو کې زياته کړه: “زه د گډ کار کولو طرفدار يم او دلته د موجود بادرايت کاري ټیم په ملتيا د جلالتمآب ولسمشر هغه ارمان پوره کوو چې افغانستان د اقتصادي پرمختيا او خودکفايۍ پر گام واخلي او په سم ډول عوايد راټول او پراختيا ومومي.”
    د يادونې وړ ده چې ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د افغانستان اسلامي جمهوريت په بېلابېلو دولتي ادارو کې پر بېلابېلو پوستونو دندې ترسره کړې دي او د پراخې تجربې په لرلو سره د عوايدو لوی رئيس وگومارل شو.