• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د آغلې احمدي د عوايدو لوی رياست دنده پای ته ورسېده

    14 حوت 1398
    آغلې آمنې احمدي چې د څه باندې تېر يوه کال راهيسې يې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست دنده پر غاړه لرله، د افغانستان اسلامي جمهوريت د رياست د مقام د حکم او د ماليې وزارت د رهبرۍ د لزوم ديد له مخه يې د کاري مسؤليت ترسره کولو ته د پای ټکی کېښودل شو.
    آغلې احمدي د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې د عوايدو لوی رياست له رئيسانو، آمرينو او کارکوونکيو سره د خدای په امانۍ اخيستونکې غونډې په ترڅ کې د دغه رياست د پاليسيو او د اهدافو د تحقق په برخو کې د هغوی د هلو ځلو او ترسره کړيو فعاليتونه مننه وکړه او هغوی ته يې د خپلو خبرو په لړ کې وويل چې د يوه ځان بسيا او پرمختللي افغانستان او د دولت د خزانې او بوديجې د خودکفايۍ لپاره فعاليتونه ترسره کوئ.
    هغې وويل: “د عوايدو لوی رياست او په ولايتونو کې د مستوفيتونو د کارکوونکيو کوښښونه د ستاينې وړ دي او د لوی خدای شکر په ځای کوم چې د تېر مالي کال په اوږدو کې مې په ښه ډول د خلکو او ټولنې لپاره خپلې هېوادنۍ دنده ترسره کړې ده. نن چې زما کاري دوره پوره کېږي، يو ځل بيا د هغو رښتينو کارکوونکيو مننه کوم چې د يوه غوره افغانستان لپاره کار کوي.”
    آغلې آمنې احمدي په خپلو خبرو کې د عوايدو لوی رياست د ريفورمونو لکه د نورو ادارو له سيسټمونو سره د سېگټاس سيسټم تړلو، د لويو ماليه ورکوونکيو د واحدې ادارې رامينځته کولو، د برېښنايي هؤيتپاڼې يا تذکرې له مخه د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې وېش، د بررسۍ د وخت ټاکلو، د ثابتې ماليې د ماډيول، په مرکز او ولايتونو کې د برېښنايي يا آنلاين مالياتي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم e-Filing، په يوويشتو کاري ورځو کې د مالياتي تصفيې او د لومړني تحقق د مکتوب د صدور د طرزالعمل، د سېگټاس سيسټم، پر زياتي ارزښت د ماليې قانون د لارښود او تعليماتنامې د چمتو کولو او په سېگټاس سيسټم کې د دغه قانون د ماډيول جوړولو او تطبيق يادونه وکړه او له کارکوونکيو څخه يې وغوښتل چې د دغو ريفورمونو په ساتلو او پياوړتيا کې لا هلې ځلې وکړي.
    د غونډې په پای کې د عوايدو لوی رياست اړوندو رئيسانو او آمرينو هم په خپل وار خبرې وکړې او له آغلې آمنې احمدي سره يې د گډو چارو د ترسره کولو په اړه خوښي څرگنده کړه.