• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لويه رئيسه د ريفورمونو پر پلي کولو ټينگار کوي

    11 حوت 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي نن د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې د دغه رياست له رئيسانو، آمرينو او کارکوونکيو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د هغوی د هلو ځلو او ترسره کړيو فعاليتونو مننه وکړه او له هغوی څخه يې د سپارښتنې په ډول وغوښتل چې د يوه ځان بسيا افغانستان د ملي بوديجې د خودکفايۍ لپاره په ښه ډول خپلې دندې او مسؤليتونه ترسره کړي.
    آغلې احمدي په خپلو خبرو کې وويل: “۱۳۹۹ مالي کال زموږ ټولو لپاره يو ننگوونکی کال دی، ځکه چې د ملي بوديجې د خودکفايۍ په خاطر له نړيوالو مرسته کوونکيو سره زموږ تعهدات دا دي چې په شفاف ډول عوايد راټول او ريفورمونه تطبيق کړو او د دې لپاره موږ بايد په ټولو دولتي ادارو کې د RMIS سيسټم تطبيق کړو چې پر خپل وخت د شفافو مالياتو او عوايدو د راټولولو د بهير په اړه نظارت ترسره کړو.”
    هغې په خپلو خبرو کې زياته کړه: “همدا راز په مرکز او ولايتونو کې د برېښنايي يا آنلاين مالياتي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم e-Filing، په يوويشتو کاري ورځو کې د مالياتي تصفيې او د لومړني تحقق د مکتوب د صدور طرزالعمل، سېگټاس سيسټم، پر زياتي ارزښت د ماليې قانون د لارښود او تعليماتنامې چمتو کولو او په سېگټاس سيسټم کې د دغه قانون د ماډيول جوړولو او تطبيق ته ژمن يو.”
    د هغې په وينا، د عوايدو لوی رياست د ريفورمونو په لړ کې د نورو ادارو له سيسټمونو سره د سېگټاس سيسټم تړل، د لويو ماليه ورکوونکيو د واحدې ادارې رامينځته کول، د برېښنايي هؤيتپاڼې يا تذکرې له مخه د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې وېش، د بررسۍ د وخت ټاکل او د ثابتې ماليې د ماډيول تطبيق هم راځي.
    د غونډې په پای کې د عوايدو لوی رياست اړوندو رئيسانو او آمرينو هم د چارو د ترسراوي په اړه د عوايدو لويې رئيسې ته د خپلو خبرو په لړ کې ډاډ ورکړ چې د ريفورمونو په تطبيق کې به پوره پوره هلې ځلې کوي.