د مالیې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د دوه اړخيزو همکاریو او همغږۍ په موخه مطبوعاتي کنفرانس ترسره شو
19 دلو 1398
د مالیې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د دوه اړخيزو همکاریو او همغږۍ په موخه مطبوعاتي کنفرانس د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د سلواغې میاشتې پر نولسمې نېټې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو.
له خصوصي سکټور سره دغه گډه ناسته د ښو اړیکو ټینگولو، اصلاحاتو پلي کولو، اداري فساد سره د مبارزې او اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه ترسره شوه.
د گمرکونو او عوايدو معین محمد عیسی قدرت په دغې ناستې کې وویل: “افغانستان غواړي د کورنیو اقتصادي وړتياؤ په پام کې نیولو سره پر بهرنیو مرستو تکیه کمه او په خپله اقتصادي وړتیا تکیه وکړي او تدریجي ځان بسیاینې ته ورسوي. په همدې موخه د مالیې وزارت د گمرکونو او مالیاتو په برخو کې ډېری اصلاحات تطبیق کړي او دې بهیر ته به دوام ورکړي.”
نوموړي زیاته کړه: “د ښو عوایدو راټولېدو، له فساد سره د مبارزې او پانگې جذبولو لپاره مو له خصوصي سکټور سره د همغږۍ ناستې کړي چې په گډې همغږۍ د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کړو او له بهرنیو مرستو ورو ورو ځان خلاص کړو.”
د عوایدو او گمرکونو معین په وينا، هر څوک چې په عوایدي سرچینو کې فساد کوي، د هېواد نافذه قوانین به پرې پلي کېږي.
د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې مرستیال یونس مومند د حکومت له پلي شویو اصلاحاتو او د خصوصي سکټور لپاره د اسانتياؤ رامنځته کولو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې خصوصي سکټور به د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې له حکومت سره هراړخیزه ملتیا وکړي.
د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې مرستیال د افغان حکومت له لوري د مالیاتو د زیاتوالي په اړه هغه گونگوسې چې په دې وروستیو کې د ځینو رسنیو له لوري خپرې شوې وې، رد کړې او هغه یې ناسمې وبللې.
د خبري کنفرانس په پای کې د رسنیو د استازيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.