• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د زمکني ټرانسپورټي سکټور لپاره د مالياتي معافيت د تطبيق پيل

    16 دلو 1398
    د زمکني ټرانسپورټي سکټور لپاره د مالياتي معافيت په اړه د اقتصادي عالي شورا د ۱۳۹۸ لمريز کال د وږي مياشتې د ۷ نېټې د (۹) گڼې مصوبې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې د ۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومي مياشتې د ۲۸ نېټې د (۱۱) گڼې تصويب شوې مصوبې تطبيق نن د مرکزي زون د عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين او د ټرانسپورټي سکټور د استازيو په حضور په کابل کې په عملي ډول پيل شو او په ولايتونو کې هم د موټرونو له ټولو څښتنانو څخه غواړو چې له دې چانس څخه گټه واخلي او د خپلو تېرو کلونو باقيات دې پر خپل وخت تاديه کړي.