• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغان ښځو د سوداگرۍ او صنايعو خونې استازيو ته د مالياتو د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

    92_o.jpg

    1 دلو 1398
    د مالياتي اوونۍ د نمانځونکيو مراسمو او د مالياتو د عامه پوهاوي د ورکشاپونو په لړ کې د افغان ښځو د سوداگرۍ او صنايعو خونې استازيو ته د دغې خونې د غونډو په تالار کې د بېلابېلو کسبونو استازيو او د جايدادونو مالکينو ته د مالياتو د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ او ورکړل شو.
    دغه ورکشاپ چې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس امان الله امين، د دغه رياست د خدمتونو وړاندې کولو او د دوسيو د ثبت آمر نورالله حبيب او د خدمتونو وړاندې کولو لوی مدير اسدالله عالمي له لوري پر مخ وړل کېده، لسگونو کسانو گډون کړی ؤ او د مالياتو د ارزښت، مالياتي قوانينو، طرزالعملونو، لارښودونو، سيسټمونو، ريفورمونو او د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د برياؤ په اړه يې گډونوالو ته پوهاوی ورکړ.
    د ورکشاپ د جوړېدو په اړه گډونوالو خوښي وښوده او هغه تبليغاتي توکي چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري چمتو شوي وو، گډونوالو ته ډالۍ شول.
    د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست له لوري د د افغان ښځو د سوداگرۍ او صنايعو خونې په وړانديز او گډو هڅو جوړ شوی ؤ.