نړېوال بانک د عوایدو راټولولو مديرېت ستایلی ده
3 دلو 1398
په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې د افغانستان د داخلي عوايدو کچه په بې سارې توگه د کورني ناخالص تولید ۱۴.۵ سلنې ته لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې دغه رقم په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې ۱۳.۳ سلنه اعلان شوی ؤ. د عوايدو راټولولو په مدیریت کولو کې د افغانستان دولت کړنې د یوه قوي او پایښت لرونکي سیسټم په جوړولو کې د پرمختگ ښکارندويي کوي چې له “د افغانستان بانک” څخه د مالي تادياتو لېږل په کې شاملېږي.
سرچينه: نړيوال بانک