• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د د درېيمې ناحيې د بېلابېلو اصنافو استازيو ته د مالياتو د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

    29 جدی 1398
    د مالياتي اوونۍ د نمانځونکيو مراسمو او د مالياتو د عامه پوهاوي د ورکشاپونو په لړ کې نن د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند په رابي سنټر مارکېټ کې د بېلابېلو کسبونو استازيو ته د مالياتو د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ او ورکړل شو.
    دغه ورکشاپ چې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست د شمال زون آمر محمد زبير مومند او د درېيمې مالياتي حوزې د لوی مدير امان الله روحاني له لوري پر مخ وړل کېده، لسگونو کسانو گډون کړی ؤ او د مالياتو د ارزښت، مالياتي قوانينو، طرزالعملونو، لارښودونو، سيسټمونو، ريفورمونو او د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د برياؤ په اړه يې گډونوالو ته پوهاوی ورکړ.
    د ورکشاپ د جوړېدو په اړه گډونوالو خوښي وښوده او په پای کې هغه تبليغاتي توکي چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري چمتو شوي وو، گډونوالو ته ډالۍ شول.