• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس د لومړۍ ناحيې د بېلابېلو له استازيو سره ناسته وکړه

    29 جدی 1398
    د مالياتي اوونۍ د نمانځونکيو مراسمو او د مالياتو د عامه پوهاوي د ورکشاپونو په لړ کې نن د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د منډیي د کسبگرو د ټولنې په دفتر کې د بېلابېلو کسبونو استازيو او د جايدادونو مالکينو ته د مالياتو د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ او ورکړل شو.
    دغه ورکشاپ چې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس امان الله امين او د سوېل زون آمر شريف الله مومند له لوري پر مخ وړل کېده، شاوخوا سلو کسانو گډون کړی ؤ او د مالياتو د ارزښت، مالياتي قوانينو، طرزالعملونو، لارښودونو، سيسټمونو، ريفورمونو او د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د برياؤ په اړه يې گډونوالو ته پوهاوی ورکړ.
    د ورکشاپ د جوړېدو په اړه گډونوالو خوښي وښوده او هغه تبليغاتي توکي چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري چمتو شوي وو، گډونوالو ته ډالۍ شول.
    په پای کې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس، د ده همکاران او د کسبگرو ټولنې استازي په گډه پر هټیوالو وگرځېدل، د دوی ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل او د حل په موخه يې اړوندو ادارو او مسؤلينو ته سپارښتنې وکړې.