• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په هیواد کی د مالیی ورکړی دود د پراختیا لپاره د مالیاتی اوونۍ پرانیسته

    IMG_1711.JPG

    25 جدی 1398
    د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناو په برخه کې د ولسمشر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومی، نن ورځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندی ۲۵ د کابل په بادام باغ کی مالیاتی اوونۍ د مالیی ورکړی د دود د بډاینی لپاره پرانیستله.
    په مراسمو کې ، د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، د عوایدو لوی رئیسی آمنې احمدي ، او د مالیی وزارت رئیسانو، مستوفی صاحبانو او د عوایدو آمرینو، د بیلابیلو دولتي ادارو استازو ، د خصوصي سکتور استازو ، د اتحادیو چارواکو او یو شمیر مالیه ورکونکو ګډون کړی وه.
    د مالیې وزارت سرپرست محترم قیومی د پرانیست غونډی پر مهال د ګډونوالو څخه د مننی تر څنګ وویل: “په مرکز او ولایتونو کې د مالیه ورکونکو تقویه کول او د عامه پوهاوي برنامې د مالیې وزارت له مهمو دندو او لومړیتوبونو څخه دي دا په ټول هیواد کې د مالیې د اصلاح او غوره انسجام په برخو کې اړینه ده چې د عامه پوهاوي د منظم پروګرامونو او سیمینارونو له لارې د هیواد په مالیاتی سیسټم کې د اصلاحاتو مالیه ورکونکیو ته خبر ورکړی.
    هغه زیاته کړه: “د عامه پوهاوي او د مالیه ورکونکو پوهه د مالیه ورکوونکي ځواک پیاوړي کوي او په وخت او مناسب ډول د اضافي مالیاتو یا جریمو په ورکولو سره د هغوی ساتنه کوي. هغه د خلکو څخه وغوښتل چې په هیواد کې د مالیې د ورکړی دود په لوړولو کې د مالیې وزارت سره کار وکړي.
    د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل: “د ملي عایداتو راټولول او د مالیې ورکړه نن ورځ ډیر پرمختللی دی. په خپل وخت د مالیی ورکړه او د مالیه ورکونکیو د علاقی زیاتولی د مالیی له ورکړی سره د هر هیوادوال دنده ده. “ همدا مالیه ده چی د هیوادونه داقتصادي ازادی د ودې او کارموندنې مخه کوي. هغه له ټولو مالیه ورکونکو څخه وغوښتل چې خپل مالیه کتمال نکړی او پر وخت دې تادیه کړی.”
    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل:” افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د ډونرانو مرستو ته ډیره اړتیا لري ، نو مالیه د پرمختللي حکومتونو پراختیا کې ترټولو مهم فاکتور دی ، نو په د اساس لازمي دي چې زموږ خلک به د خپل مالي ثبات او په ځان بسیا افغانستان لپاره په خپل وخت مالیه تادیه کړي.”
    د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د صنایعو او کانونو خونی مرستیال ښاغلي شیرین باز کمین زاده هم ګډونوالو ته د خصوصی سکتور د اهمیت، اهدافو او له حکومت سره د خصوصي سکتور د اړیکو په اړه معلومات وړاندې کړل.
    هفتۀ مالیات امروز و با برنامه های آموزش مالیات، سپورتی (وشو، شمشیر بازی و تیر و کمان)، برنامه های موسیقی و سرگرمی به مدت سه روز از ۲۵ الی ۲۷ تجلیل می گردد.
    نن ورځ د مالیاتو اوونۍ پرانیستل شوه او د لیندی له ۲۵ تر ۲۷ د دریو ورځو لپاره د مالیاتی روزنیزو، سپورتی ( وشو، شمشیر بازی، توری او کمان) سندریزو برنامو اوساتیریو لمانځل کیږی.
    همدارنګه د هیواد په لر او بر کی مالیاتی اوونۍ پرانیستل شوی، او په پام کی ده چی د عامه پوهاوی او د مالیی د ورکړی د کچی د لوړه ولو لپاره تبلیغاتي او تثلیثي پروګرامونه، د شتمنی ورځپانه، ټولنیزو رسنیو، د ملي او خصوصی راډیو تلویزیونونو او نورو ارتباطی وسایلو په واسطه په ټول هیواد کی تر سره شی.