• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي اوونۍ په مناسبت جوړ شوی درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

    27 جدی 1398
    د مالياتي اوونۍ د نمانځلو او د مالیاتي فرهنگ د دودولو او د ماليه ورکوونکيو د مالياتي پوهاوي او د غاړې اېښودلو د کچې د لوړولو په موخه کوم نندارتون او فېسټيوال چې د کابل په بادام باغ کې د عوایدو لوی رياست په نوښت او د خصوصي سکټور په مرسته جوړ شوی ؤ، نن پای ته ورسېد.
    نن ورځ هم د تېرو دوو ورځو په څېر په دغه نندارتون کې سپورټي، تفرېحي، د موسيقۍ او نڅا په تېره بيا د ملي اتڼ پروگرامونه ترسره شول او راغليو وگړيو او نندارچيانو په خپل راتگ او گډون کولو په ځانگړي تخفيف سره د خصوصي سکټور بېلابېل توليدي توکي او لاسي صنايع هم واخيستل.
    د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي په پايغونډې کې وويل: “دا لومړی ځل دی چې د مالیاتو د ورکولو فرهنگ د دودولو په خاطر خصوصي سکتور او د عوایدو لوی رياست په گډه داسې فېستیوال جوړوي چې تاثيرات به یې د ټولنې په هغه قشر چې په مالیې ورکولو مکلف دي، حتماً وي.”
    د غونډې په پای کې د عوايدو لويې رئیسې د کرنې، اوبو لگونې او مالدارۍ وزارت، د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د افغانستان د علومو آکاډمۍ، د اطلاعات و فرهنگ وزارت، کابل ښاروالۍ، د هېواد امنيتي ځواکونو او د عوایدو لوی رياست له ټولو کارکوونکيو چې د مالیاتي فرهنگ د دودولو په دې لمانځنې کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې، مننه وکړه.
    غونډه لوبغاړو ته په ډالیو او ستاينليکونو ورکولو سره پای ته ورسېده.