د مالياتي اوونۍ د تفريحي پروگرامونو تر څنگ مالياتي روزنيز ورکشاپونه
26 جدی 1398
د مالياتي اوونۍ د تفريحي پروگرامونو تر څنگ نن (د ۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومي مياشتې پر ۲۶ نېټه) د بېلابېلو سکټورونو ماليه ورکوونکيو ته د کابل د بادام باغ د غونډو په تالار په کې د مالياتو روزنيز ورکشاپونه جوړ او ورکړل شول چې په سلگونو ماليه ورکوونکيو په کې گډون کړی ؤ.
گډونوالو ته د مالياتو په برخې کې د نويو رامينځته شويو اصلاحاتو، سيسټمونو، طرزالعملونو او هغو اسانتياؤ او بدلونونو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې شول چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست په تېر يوه کال کې تطبيق کړي وو.
په همدې ډول دغه گډونوال د عوايدو لوی رياست اړوندو رياستونو د بازارموندنې غرفې هم وکتلې او د غرفو د مسؤلينو له لوري هم دوی ته د رياستونو په برخو کې د درلودونکيو پوښتنو په اړه مقنع ځوابونه ورکړل شول.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی