د عوايدو لويې رئيسې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور د بازار موندنې غرفې وکتلې
26 جدی 1398
د مالياتي اوونۍ د پروگرامونو په لړ کې د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د کابل بادام باغ کې د جوړ شوي نندارتون د عوايدو لوی رياست او د خصوصي سکټور د بازار موندنې غرفې وليدلې او له اړوندو مسؤلينو څخه يې د ننداره کوونکيو او مراجعينو په اړه معلومات تر لاسه کړل او د هغوی له خوا ځوابونه ورکړل شول.
د هرې غرفې مسؤل د خپلو مراجعينو د شمېرې په اړه د هراړخيزو معلوماتو په ورکولو سره يادونه وکړه چې دوی هر نندارچي ته معلوماتي کڅوړې هم ورکړې دي.
همدا راز د بازارموندنې د غرفې په برخې کې چې کومې ستونزې موجودې وې، د چارو د بهبود په اړه د عوايدو لويې رئيسې مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د يادونې وړ ده چې په نندارتون کې د خصوصي سکټور استازيو له لوري چې کوم توليدات او لاسي صنايع راوړل شوي وو، پر لومړۍ ورځې ټول وپلورل شول او دوی اړوتل چې نور توکي د نندارې او پلور لپاره راوړي.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی