• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي اوونۍ تر پرانستغونډې وروسته د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د خصوصي سکټور د بازارموندنې د غرفو ليدنه وکړه.

    3200_n.jpg

    26 جدی 1398
    د مالياتي اوونۍ تر پرانستغونډې وروسته د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د خصوصي سکټور د بازارموندنې د غرفو ليدنه وکړه او د دوی د مالياتو په اړه يې د دوی ستونزې، غوښتنه او وړانديزونه واورېدل چې په همغه وخت کې عوايدو لوی رياست اړوندو مسؤلينو ته لازمي هدايات ورکړل چې د خصوصي سکټور د ستونزو په حل کولو کې په خپل ټول توان سره همکاري وکړي.
    د خصوصي سکټور د بازارموندنې استازيو د عوايدو لويې رئيسې د مننې تر څنگ ژمنه وکړه چې د مالياتو پر خپل وخت ورکړه خپل مکلفيت بولي او نور د سکټور همکاران به هم هڅوي چې د هېواد په آبادۍ کې به د ماليې په ورکړې سره خپل رغنده رول لوبوي.