د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د ماليې وزير، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، د کرنې، اوبو لگونې او مالدارۍ وزير، د سوداگرۍ او پانگوالۍ اتاق رئيس، د صنايعو او کانونو اتاق رئيس ته د عوايدو لوی رياست د مالياتي ښوونيزو غرفو په اړه معلومات ورکړل.
25 جدی 1398
د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د ماليې وزير پروفيسور محمد همايون قيومي، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي، د کرنې، اوبو لگونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني، د سوداگرۍ او پانگوالۍ اتاق رئيس محمد يونس مومند، د صنايعو او کانونو اتاق رئيس شېرباز کمينزاده ته د عوايدو لوی رياست د مالياتي ښوونيزو غرفو په اړه معلومات ورکړل او د اتاقونو له رئيسانو يې غوښتنه وکړه چې روزنيز ورکشاپونه به د بادام باغ د غونډو په تالار کې د جمعې تر ورځې په څو پرلپسې غونډو کې دوام وکړي.
آغلې احمدي په خپلو خبرو کې وويل: “تاسې کولی شئ چې د خپلو اتاقونو استازي راولېږي چې د عوايدو د مالياتي سيسټم (سېگټاس) په تطبيق کې له ستونزو سره مخ نه شي.”
د دواړو اتاقونو رئيسانو د عوايدو لويې رئيسې د دې نوښت د مننې تر څنگ ژمنه وکړه چې د خصوصي سکټور استازي به پوره لېوالتيا په روزنيزو ورکشاپونو کې گډون کوي.