• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې کې په آنلاین بڼه د مالیاتو د ورکړې د پوهاوي غونډه جوړه شوه

    1709670105073319936_n.jpg

    8 اسد 1398
    په آنلاین او برېښنايي بڼه د مالیاتو د ورکولو د پوهاوي غونډه د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي، د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي او د اتاق د مالي او له دولت سره د اړیکو او حقوقي خدمتونو مسؤلينو، د عوایدو لوی ریاست یو شمېر کارکوونکيو او د خصوصي سکتور غړيو په شتوالي کې د اتاق د عامل پلاوي د ناستو په تالار کې جوړه شوه.
    په پيل کې ښاغلي الکوزي مېرمن احمدي او د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنگ د هېواد د قوانینو تطبیق په وړاندې د شتو ستونزو او ننگونو په برخو کې د عوایدو لوی ریاست د هڅو او د مالیاتي عوایدو د راغونډولو په برخې کې د اسانتیا په رامنځته کېدو د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې سره د دغې ادارې د گډو همکاریو په اړوند خوښي وښوده.
    ښاغلي الکوزي د متشبثینو او د خصوصي سکتور غړيو ته د مالیاتو د تحویل په برخې کې د نوي سيسټم جوړېدل چې په برېښنايي او آنلاين بڼه د مالیاتو ورکړې زمینه برابروي، هرکلی وکړ او دا یې د مالیاتو په را ټولولو کې مهم گام یاد کړ.
    آغلې آمنې احمدي د مالیه ورکوونکيو په ځانگړي ډول متشبثینو او د خصوصي سکتور غړيو ته د مالیاتو د تصفیې په برخې کې د عوایدو لوی ریاست د هڅو یادونه وکړه او د نوي او آنلاين سيسټم تطبیق یې د همدې هڅو یوه برخه وگڼله.
    هغې زیاته کړه، د دغه سيسټم د تطبیق لپاره د روان کال د چنگاښ پر اتلسمې نېټې اقدام پيل شوی او ټاکل شوې د زمري مياشتې پر نهمه رسماً پرانستل شي.
    ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو سيسټم رئیس محمد سلیم کشاف د غونډې گډونوالو ته د يوه معلوماتي پرېزېنټېشن په ترڅ کې د دغه سيسټم تخنیکي جزئيات تشرېح کړل او د گډونوالو پوښتنو ته يې د قناعت وړ ځواب ورکړل.