• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مالیه ورکوونکيو ته د اسانتیاؤ په موخه د برېښنایي خدمتونو سیسټم پرانستغونډه

    9 اسد 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي په هلو ځلو او کوښښونو او د نړيوال بانک په همکارۍ د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي اظهارليک د وړاندې کول برېښنايي يا آنلاين سيسټم پرانستغونډه په انټرکانټینېنټال هوټل کې ترسره شوه.
    د غونډې په پيل کې د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې ټولو گډونوالو ته د هرکلي تر څنگ وويل: “د برېښنایي خدمتونو سیسټم په درست او شفاف ډول د عوایدو د راټولولو غوره لاره ده، د مالیه ورکوونکي او مالیاتي ادارې تر منځ رابطه کمېږي او پر همدې اساس د فساد مخه نیول کېږي او فزیکي اظهارلیکونه له منځه ځي.”
    آغلې احمدي د خصوصي سکټور له استازو په ځانگړې توگه له مالیه ورکوونکيو وغوښتل چې د مالياتو په ورکولو سره افغانستان د ځان بسياينې پر لور رهبري کړي.
    هغې زياته کړه: “هيله‌منه يم چې له دغه سیسټم څخه اعظمي گټه واخلئ او په دغې برخې کې د عوایدو لوی ریاست سره همکاري وکړئ او په دې برخې کې ټول سکټورونه بايد مرستندوی واوسي.”
    د دې تر څنگ د اقتصاد وزارت معين اسماعیل رحیمي د عوايدو لوی رياست دغه نوښت او د آغلې آمنې احمدي د هلو ځلو د ستايلو تر څنگ زياته کړه: “دغه سيسټم د عوایدو لوی ریاست د اصلاحاتو، د خصوصي سکټور د وضعیت د ښه کولو، د مالیاتو حسابونو د تصفیې، د مالیاتي جریمو د مخنیوي او د خصوصي سکټور د اظهارلیکونو لپاره جوړ شوی دی او ماليه ورکوونکی ترې په هر ځای او هر وخت کې کار اخيستلی شي.”
    وروسته د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې مرستیال خانجان الکوزي د دې نوښت د هرکلي تر څنگ وویل: “په مالياتي ادارو کې له خلکو سره چال چلند ښه شوی، تسهیلات رامنځته شوي او موږ تعهد کوو چې دغه پروسه به کامیابوو او کار به ترې اخلو.”
    الکوزي زياته کړه: “د برېښنایي خدمتونو سیسټم پرانستل به د مالیاتي نظام د روڼتیا او پیاوړتیا سبب وگرځي.”
    پر پورتنيو ښاغليو او آغليو سربېره د افغانستان د صنایع او کانونو خونې رئیس شېرباز کمینزاده، د ښځو د سوداگرۍ خونې اجرائیه رئیسې آغلې منیژې وافق، د نړیوالې سوداگرۍ خونې رئیس عبدالقدیر بهمن، د کسبگرو د ملي ټولنې استازي، د سوابَق (SAWABAQ) ادارې رئیس انجینر جان محمد هم ويناوې وکړې او یو شمېر نورو مالیه ورکوونکيو گډون هم کړی ؤ.
    د یادونې وړ ده چې د مالياتي د برېښنایي يا آنلاين خدمتونو سیسټم د روان کال د چنگاښ میاشتې پر اتلسمه نېټه د افغانستان د کابینې په غونډې کې تصویب شو چې د مالیاتي تصفیې د پروسې د کمېدو او د مراجعینو د گڼې گوڼې د مخنیوي، په آنلاین ډول د اظهارلیکونو د ډکولو، په سمه توگه د مالیاتو د سنجولو، د فساد د کچې د کمولو، او د مالیه ورکوونکيو د وخت د ضایع کېدو د مخې نیولو سبب گرځي.