• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    احمد شاه زمانزی

    احمد شاه زمانزی.jpeg

    احمدشاه زمانزی د محمد زمان زوی چې د ۱۹۷۳ زېږديز کال د جنورۍ مياشتې پر يوولسمې نېټې په کندهار کې زېږېدلی، د هلمند ولايت د مرکز او په خټه افغان دی.
    احمدشاه زمانزي خپلې لومړنۍ زده‌کړې د احمدشاه بابا په لېسې کې حاصلې کړي او پر ۱۹۹۱ زېږديز کال د مسکو له ۲۴ لېسې څخه فارغ دی.
    تر څه وخت تېرېدو وروسته نوموړي ته د روسيې یو تحصیلي بورس ورکړل شو چې له موقع څخه په استفادې سره د لوړو زده‌کړو لپاره روسيې ته ولاړ او پر ۱۹۹۱ زېږديز کال د اقتصاد د برخې د ادارې (منجمېنټ) په پوهنتون کې لوړې زده‌کړې پیل او پر ۱۹۹۷ زېږديز کال د لېسانس درجه تر لاسه کړه او پر ۲۰۰۲ زېږديز کال د نړیوال اقتصاد په برخې کې د پي اېچ ډي علمي سند تر لاسه کړ او د پي اېچ ډي درجې له تر لاسه کولو وروسته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې لپاره هندوستان ته ولاړ.
    احمدشاه زمانزی په پښتو، دري، روسي او انګلیسي ژبو تسلط لري.
    احمدشاه زمانزي په مسکو کې تر زده‌کړو وروسته د مرستیال استاد دنده ترسره کړه او تر دغې دندې وروسته هېواد ته راستون شو او پر ۲۰۰۴ زېږديز کال د پراختیایي او تربیوي مرکز مدیر او د ماليې وزارت د خزانې د څانګې مشاور وټاکل شو او له ۲۰۰۵ زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۷ زېږديز کال پورې د ماليې وزارت د دفتر مرستيال رئیس دنده پر مخ يووړله.
    له ۲۰۰۷ زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۹ زېږديز کال پورې نوموړي د عوایدو لوی ریاست د مرستیال او د لويو ماليه ورکوونکيو د څانګې مشر په توګه کار کاوه او د دغې څانګې د مشرۍ تر څنګ د عوایدو لوی ریاست ته يې پلان او ستراتیژي هم جوړوله او په همدې ډول له ۲۰۰۹ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۳ د عوايدو لوی رئيس ؤ.
    له ۲۰۱۳ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۶ زېږديز کال پورې نوموړی د پښتني بانک د اجرائيوي بورډ د رئیس دنده ترسره کړې ده چې مهمې دندې يې په بانک کې د بانکي پروګرامونو، اداري چارو او خدماتي لارښود کې اصلاحات رامينځته کول وو.
    ښاغلی زمانزی له ۲۰۱۶ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۸ زېږديز کال پورې د دفاع وزارت د مالي او بوديجوي رئيس او له ۲۰۱۸ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۹ زېږديز کال پورې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء رئيس دندې ترسره کړې دي.