• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۱۳۹۹ مالي کال کې د آنلاين اظهارليک د تطبيق خبرتيا

    د عوايدو لوی رياست د لا زياتو اسانتياؤ د رامينځته کولو، پر خپل وخت د خدمتونو د وړاندې کولو، د عوايدو د راڼه راغونډولو، د فورمو د چاپ د لگښتونو د تقليل او د اداري بيروکراسۍ د له مينځه وړلو لپاره د ۱۳۹۹ مالي کال کې په برېښنايي ډول د اظهارليک د وړاندې کولو تطبيق ته سل په سلو کې ژمن دی.
    د دغه سيسټم تطبيق د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د ټولو شرکتونو، د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست په د اووه گونو سکټورونو لپاره چې انجوگانې، مؤسسې او تعليمي مؤسساتو، روغتونونو، مډرنو کلينيکونو، د ودونو تالارونو، د سياحتي شرکتونو او هغو شرکتونو لپاره چې د اطاق غړيتوب ولري، دی او په همدې ډول د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست د درې‌گونو سکټورونو (ډاکټرانو، د لويو جايدادونو د څښتنانو او هغو سوداگريزو شرکتونو) لپاره دی چې د ۱۳۹۷ مالي کال په اوږدو کې يې د پانگې دوران تر پنځوسو ميليونو افغانيو ټيټ او تر دېرشو ميليونو افغانيو پورې واوسي.
    همدا راز د يادولو ده چې د آنلاين اظهارليک تطبيق به په هغو پېنځو مستوفيتونو کې ترسره کېږي چې د منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکيو آمريتونه ولري.
    د عوايدو لوی رياست له ټولو ښاغليو ماليه ورکوونکيو او په تېره بيا د افغانستان د بين المللي سوداگرۍ، د افغانستان د سوداگرۍ، د افغانستان د صنايعو او کانونو او د افغاني ښځو د اطاقونو څخه د مننې تر څنگ غواړي چې په دې برخې کې د عوايدو لوی رياست سره همکاري وکړي او د ملي بوديجې د ځان بسياينې او د فساد د له مينځه وړلو په برخې کې خپله ونډه واخلي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی